خرید بک لینک
وقتی از کسی نام شهری کانالی و آبی را میپرسید اولین چیزی که به ذهنش میرسد حتما ونیز است! ولی ده ها شهر کانالی دیگر که بسیار زیبا هستند در دنیا وجود دارد. کانال ها می توانند اندازه های مختلفی داشته باشند، از راه های آبی که اقیانوس ها را به هم وصل می کنند گرفته، تا راه های آبی کوچک تر داخل شهری. در ادامه ۱۰ شهر دوست داشتنی دیگر که از کانال های آبی برای رفت و آمد استفاده می کنند را برایتان آورده ایم. ۱۰ . کانال های سوژو، چینسوژو در چین شرقی واقع شده و در قرن پنجم کشف شده است. ساختمان های سنگی تاریخی و باغ های زیبای این شهر بسیار جذابند. این شهر بخاطر تجارت ابریشم نیز معروف است. ۹ . انسی، فرانسهانسی شهری بسیار توریست پذیر است. ساختمان های پوشیده شده از گل، کلیساها، گذرگاه های طاقدار قدیمی وکانال های زیاد این شهر را بسیار زیبا کرده اند. ۸ . تیگره، آرژانتیناین شهر خاطر پلنگ ها به این نام است،زیرا قبلا در آن وجود داشتند. این شهر با جزایر و کانال هایش باید شبیه ونیز پیش از توسعه باشد. ۷ . بروژ، بلژیکبروژ یکی از پربازدیدترین شهرهای قرون وسطایی در اروپاست. کانال ها و نوانخانه های قدیمی و زیبا انسان را جذب این شهر میکنند. ۶ . استکهلم، سوئدبازدید این شهر و اجاره ی یک کایاک یا بلم و پارو زدن بین جزایر این شهر، تجربه ای بسیار شگفت انگیز خواهد بود. ۵ . بانگکوک، تایلندبانگکوک یک شهر آسیایی بی

برچسب: نویسنده: آریا موسوی‌پور تاريخ: سه شنبه 21 آذر 1396 ساعت: 11:20

کاریزما د ماکس وبر نه مخکي ډیره مروجه اصطلاح نه وه او یوازی په مسحیت پوري تړلې وه چي د خدایي تحفې یا اسماني ډالۍ په معنا کاریدل خو کله چي الماني ماکس وبر د نهه لسمي پیړۍ په اخر کي د (کاریزماتیک حاکمیت) اصطلاح راپورته کړل نوموړي اصطلاح پراختیا وموندل او د شلمي پیړۍ په نیمایي کی په علومو په تیره بیا په سیاست ګډه سول. د کاریزما په هکله هم اندونه بیل دي ځني د نظر خاوندان وایي چي کاریزما خدایي تحفه ده چي ځینو یا خاصو شخصیتو ته ورکول کیږي خو ځیني بیا باور لری چي کاریزما ټولنیزه پدیده ده او کسبیږي. ځني فیلسوفان ټولنیز او تاریخي شرایط د کاریزما ځالګۍ بولي خو ماکس وبر بیا پدې اند دی چي کاریزماتیکه رهبري پخپله په شخص او دده په شرایطو پوري تړلې ده. فرانسوۍ میرمن اولیوافاکس پخپل کتاب The Charisma Myth کی ټینګار کوي چي کاریزما هم ذاتي برخه لري او هم په محیط کي زده کیږي چي زه هم په همدغه اند یم. ځکه نو کاریزما هم د نورو مفاهیمو په څیر بیل بیل تعریف سویده، د بیلګي په ډول ماکس وبر وایي چي: «کاریزما د یوه فرد شخصي ځانګړتیاوی دي». په امریکایي هرتیج قاموس American Heritage Dictionary کي کاریزما داسي تعریف سوېده: «په رهبرانو کي هغه شخصي او نایابه ځانګړتیاوي دي چي په خپلو مخاطبو کي وفاداري او د خوښۍ خالیص او عمیق اشتیاق را زیږوي». امریکایي مورتین سن پخپل کتاب THE LAWS OF CHARISMA کي پر کاریز

برچسب: کاریزما,کاریزماتیک, نویسنده: آریا موسوی‌پور تاريخ: سه شنبه 21 آذر 1396 ساعت: 11:20

د حضرت محمد ۱۰۰ خويونه! 11-- ﻫﺮکله چه به يې د چا سره خبري کولي د هغه خبرو ته يې ډير غوږ نيوى۱۲- د هر چا سره چه به يې خبري کولي په بشپړ ډول به يې سينه ورګرځوله او مخامخ به ورته کښينستى.۱۳-د هر چا سره چه به کښينستى تر څو چه هغه به د ولاړيدو اراده نه وه کړي هغه ﺣﻀﺮﺕ نه ولاړيدى.۱۴- د خداى ج د يادولو پرته نه په مجلس کي کښينستلى او نه ځيني ولاړ سوى دى .۱۵- مجلس ته د داخليدو په وخت کي د مجلس په ﺁﺧﺮ او دروازى ته نژدي کښينستى نه د مجلس په منځ کي .۱۶- په ﻣﺠﻠﺲ کي به يې ځانته ځاى نه ځانګړى کاوه او منعه يې ځينى کوله .۱۷- هيڅکله يې د خلګو په حضور کي ﺗﮑﻴﻪ نه کوله.۱۸- ﺍﮐﺜﺮه ناستي يي مخ پر قبله وي.۱۹- که به دده په مخکي دده ناخوښه کار پيښ سو ده به ﻧﺎﺩﻳﺪﻩ نيوى .۲۰- که به د چا څخه ﺧﻄﺎ ﺻﺎﺩﺭه سوه هغه يې نه نقلوله .۲۱- د چا څخه يې په خبرو کي غچ نه اخيستى .۲۲- هيڅکله يې د چا سره جنګ او جګړي نه کولي .۲۳- هيڅکله ېي د چا خبري نه پريکولي ﻣﮕﺮ که يې ﻟﻐﻮ اﻭ ﺑﺎﻃﻞ حرف نه واى ويلي.۲۴- د سوال ځواب يې څو ځله تکرار کوى ترڅو په جواب کي يې اوريدونکى شکمن نسي.۲۵- کله چه به يې د چا څخه ﻧﺎﺻﻮﺍبي خبري اوريدي نه يې ورته ويل چه « ولي پلاني داسي ويل » ﺑﻠﮑﻪ فرمايل يي چه « په ﺑﻌﻀﻲ خلګو څه کيږي چه داسي وايي؟ »۲۶- د غريبانو سره يې زياته ناسته او ولاړه درلوده او ډوډۍ بٙه يې هم ورسره خوړله.۲۷- د ﺑﻨﺪﮔﺎنو اﻭ ﻏﻼﻣﺎنو بلنه يې هم من

برچسب: نویسنده: آریا موسوی‌پور تاريخ: سه شنبه 21 آذر 1396 ساعت: 11:20

منفي افکاردیوی اداری او د پرسونل په روحیه او ژمنتیا زیات اثر کوی او په نتیجه کی دکارکولو لپاره ژمنتیا او تعهد له منځه وړي. هغه چارواکی او مسولین، چې د خپلې ادارې شرکت ، سازمان او یا کمپنی شکایت کوي او پر بریالیتوب یې باوري نه وي، او یا ورته دشک په سترګه او نظر ګوری په د اداره د تولید ډلې روحیه ضعیفه کوی او بلاخره یی ځپی. او په نتیجه کی د کمپنی د ناکامی اوماتی سبب کیږی. که یو مدیر آو یا د کمپنی مسول په دی باور وی چی ددوی هڅی او زیارونه نتیجه نه ورکوی او دا کمپنی به کمپنی نه شی او تل منفی فکر اواو د خپل کاری ځواک څخه ګیلی وکوی چی ګواکی دوی دناکامی په لوری درومی او تل نا امیده وی هم خپله ژمنتیا او روحیه کمزوری کوی اوپه دې توګه نورو کارکوونکو او کاری پرسونل ته هم د یوه منفي ذهنیت احساس ورکوي. او دا منفی افکار او منفی احساس دکاری پرسونل ترمینځ منفی فکر پراخوی او ددوی پر کاری ظرفیت د تولید ی توکو به کمیت او کفیت هم خورا ژوراثراوتاثیر خوروی. ګرانو لوستونکو دمثبتو او منفی افکارو یو څو نمونی او همدارنګه دمثبتو او منفی افکارو لرونکو خلکو خصوصیتونه په لاندی ډول دی: منفی افکار داکارمی هیڅکله ندی ترسره کړی داډیرستونزمند اوښوراپیچیده دی کاری وسایل نلرم زه دی کاردکولو توان نلرم امکان نلری چی زه بریالی شم ترڅوداکاروکړم هیڅوک زما پوښتنه نه کوی زه کیداشی په دی کارکی پرمختګ ونکړم مثبت افکار دایوه ښه

برچسب: نصیراحمد, نویسنده: آریا موسوی‌پور تاريخ: سه شنبه 21 آذر 1396 ساعت: 11:20

په ۱۶ مه پیړۍ کی عربستان د عثمانی حکمرانانو لاس ته ور غلی ؤ . په ۱۸ مه پیړۍ کی یو عالم محمد ابن عبد الوهاب په سعودی عربستان کی یو مذهبی ډله تاسیس کړه . دغه مذهبی ډله په عربستان کی افراطی مذهبی ایدیولوژی ( عقیده ) خپروي چې د الوهابیة په نوم یادیږی . الوهابیة په اوس وخت کی د سعودی عربستان دولتی ایدیولوژی ده . په ۱۹ مه پیړی کی د سعودی کورنۍ د مصر او عثمانی دولت په خلاف جگړه وکړله . په ۱۹۰۴ کال کی سعودی کورنۍ النجد ونیولو . په ۱۹۲۴ کال کی الحجاز، المدینة او مکة د برتانیا د پوځ له خوا ونیول شول . مگر تر درې کالو وروسته دغه ښارونه خپلواک شول . سعودی عربستان په ۱۹۳۲ کال کی د برتانیا د پوځ تر وتلو وروسته تاسیس شو . ( ويکيپېډيا ) د سعودی حکومت د سخت دریځي پالیسي ترڅنګ یو انحصاری شاهی سیستم حکومت جوړکړ چی د یوي کورنې له خوا د حکومت ټولي چاري اداره کیږی او ډيرمحدودیتونه اوبندیزونه یی په وګړو خصوصآ په ښوونځیو باندی لګیدلي وه . په ټولنیزوچاروکی هغوي ته ونډه نه ورکول کېدله ، دا او داسی نور سیاسی محدودیتونه یی ښه مثال کیدلی شي . د سعودی د حکومت د قانون له مخې ښځو د موټر چلولو اجازه نه درلوده . په سعودي عربستان کې ښځې همداراز د قانون له مخې باید اوږدې چپنې واغوندي او د هر قانوني اقدام له پاره یي د نارینه خپلوانو اجازې ته اړتيا درلودله . همدا راز ښځوته په کاري ساحه او د فترونو کې د ګډون حق نه ور

برچسب: عربستان,دبدلونونو,نصیراحمد, نویسنده: آریا موسوی‌پور تاريخ: سه شنبه 21 آذر 1396 ساعت: 11:20

زمونږهیوادوال او یوشمیرکارپوهان په دې باور دي، چې په افغانستان کې تر یوې لسیزې جګړې او د نړیوالې ټولنې د ملیونو ډالرومرستوله مصرف سره سره، داهیواد داداري فساد په ګودال ډوب دي، فسادیوله هغومشکلاتواوستونروڅخه دی چی زمونږ دهیواد وګړی، حکومتی ارګانونه اواداری ورسره لاس او ګریوان دی. هغه چی وایی چرته چی اداره ده هلته اداری فساد دی فساد د انسانی ټولنی اقتصادی ، ټولنیز او سیاسی پرمختګ او پراختیا یی ستونزو سره مخامخ کړی عایداتی سرچینی یی تالان وی او حکومتی سیستم زیانمن کوی. دیوهیواد د نا کراریو دلاپراخیدواود اقتصادي پرمختګ په وړاندې د لوی خنډ سبب ګرځي.ګرانو هیوادوالو مخکی له دی چی په هیواد کی دموجوده فساد په هکله خبری وکړو غواړم دپوهانو له نظر فساد څه شی دی تعریف کړو ،ترڅو زمونږځوان نسل دغه شومه پديده اوناوړی عمل لا ښه وپیژنی او ځان ورنه وژغوری. فساد څه شي دي؟ دترانسپرنسی انټرنیشنل اداره ،فساد هغه څه ته وایي چه دورکړل شوی قدرت نه دخپلوشخصی ګټو په منظور استفاده وشی او په ورسپارل شوي کار کې تر70٪سلنه کمې چارې ترسره کړي او یا ورسپارل شوي مصارف ونه کاروي. مونتیسکو وایي: فساد یعنی دیو ښه نظام انحراف او دیو شیطاني نظام جوړیدل ، له فوانینو او اشولو سرغړونه هم فساددۍ. دموقف څخه ناوړه استفاده اوګټه اخیستل دیو فرد، ډلې یاسیاسي ګوندپه ګټه دعامه ادارې بدلول هم فساد دی. دپیسو په وړاندې غیرقانوني

برچسب: چارواکې,نصیراحمد, نویسنده: آریا موسوی‌پور تاريخ: سه شنبه 21 آذر 1396 ساعت: 11:20

دهېواد د وتلي متفکر، لیکوال او شاعر ښاغلي استاد ګل پاچا الفت د زوکړې د ۱۰۱ مې کلیزې ته ئې ډالۍ کوم .زمــــــانه چي په مــــدار د کیـــــــــــنې راســـــــي د کـــــــــمال پر مـــــــنارو ټکـــــي پرېباســـــــــي ډیـــــرکلونه دي په کار چي په دې ملک کي بـــیا “الفت” غوندي شــیوا شاعر پیدا سي علامه عبدالشکور رشاد گل پاچا الفت څوک وو؟ په ډير وياړسره بايد يادونه وکړم چي په ۲۰۰۰ م کال کي دلومړی ځل لپاره دلته دسويډن دمالموپه ښارکي ددې منلي او وياړلي ستر ملي شخصيت په وياړ نړيوال علمي سمينار جوړ سوی وو، تر هغه وروسته دالړی گوډه , گوډه دوام لري .

برچسب: ارواښاد, نویسنده: آریا موسوی‌پور تاريخ: سه شنبه 21 آذر 1396 ساعت: 11:20

صفحه بندی